کرکټ: د نړیوال جام پایلوبه، د نیوزیلینډ او انګلستان ترمنځ روانه ده

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲۳چنګاش، ۱۳۹۸)
د ۲۰۱۹م کرکټ نړیوال جام اخري لوبه( پایلوبه) د نیوزیلنډ او انګلنډ ترمنځ روانه ده.
دا لوبه د کوربه هیواد انګلستان په لارډرز لوبغالي کې ترسره کیږي.
د ننۍ لوبې پچه د نیوزیلنډ لوبډلمشر وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
تر دې دمه د نیوزیلنډ درې لوبغاړي سوځیدلي او ۱۳۶ منډې یې جوړې کړي دي.
انګلستان همدا رنګه ۳۲ اوره کړي او د ۳۳م اور باولنګ روان دی.
د یادونې وړ ده چې په دې دواړو لوبډلو کې تر اوسه یوې لوبډلې هم نړیوال جام نه دی ګټلی خو څو ځله پایلوبې ته وتلي دي.
د ننۍ سیالۍ هر ګټونکی به په لومړي ځل نړیوال جام ګټلی وي.



