لویه څارنوالي: دجنسي اړیکو قربانیانې دې عدلي اوقضایي ارګانونو ته رسماً خپل شکایات وکړي

کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۲۲ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

دافغانستان لویې څارنوالۍ په دولتي ادارو کې د جنسي ځورونو له قرباني شویو مېرمنو غوښتي چې د ځوروونکو چارواکو خلاف خپل شکایت ثبت کړي، ترڅو عدلي اوقضایي ارګانونه په پري توګه پلټنې وکړي.

د ولسمشر مرستیال سرور دانش هم له عدلي او قضايي ادارو ورته غوښتنه کړې چې په دولتي ادارو کې دې د جنسي ځورونو اړوند ادعاوې په کلکه وڅاري.

په دې وروستیو کې په یو شمېر دولتي ادارو، په تېره بیا ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ښځو د جنسي ځورونې اړوند تورونه مطرح شوي دي چې دهېواد په داخل اوخارج کې یې توند غبرګونونه راپارولي.

یوه میاشت وړاندې د افغانستان د ولسمشر یو پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي پر ولسمشرۍ ماڼۍ د فحشا د خپرولو تور پورې کړی و چې دځینو دولتي چارواکو توند غبرګونونه یې راپارولي وو.

وروسته له هغې لویې څارنوالي اعلان کړی و چې د علماوو شورا د استازو، رسنیو او مدني ټولنو غړو پر وړاندې به د ښاغلي احمدزي تورونه وڅېړي خو تراوسه یې دا کار نه دی کړی.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي په دولتي ادارو، تعليمي او تحصیلي بنسټونو کې د ښځو لپاره د سالم کاري چاپېریال رامنځته کول د دولت مکلفیت دی، چې متأسفانه دولت لاهم په دې نه دی توانېدلی.

لوی څارنوال فريد حميدي چې نن د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره په مبارزه کې د ادارو د همغږۍ په نامه کنفرانس کې خبرې کولې په دولتي او خصوصي ادارو کې د جنسي ځورونو قربانیانو اړوندو راپورونو ته په اشارې له قربانیانو وغوښتل چې خپل شکایتونه ثبت کړي.

داپه داسې حال کې ده چې تېره ورځ بي بي سي دځینې ښځینه محصلینو له قوله لیکلي وو چې دپوهنتون استادانو ورڅخه دنومرو په بدل کې دجنسي اړیکوغوښتنه کړې.

دوی وایي، که عدلي اوقضایي ارګانونو ته خپلې دوسیې یوسي؛ هغوی به هم ورڅخه دجنسي اړیکو غوښتنه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button