په حکومتي دوایرو کې په پراخه پیمانه ناموس پلورنه  

څارنوال حشمت عبیدي

له ډیرې مودې راهیسې د هیواد په حکومتي دوایرو کې پر نورو ډول ډول فسادونو برسیره اوس د ښځو د ځورنو په اړه راپورنه خپریږي، او د راپورونو له خپریدا وروسته نه یواځې دا چې د دغو له شرمه ډکو اعمالو کچه ټیټه نه شوه بلکې لا مخ په زیاتیدا ده، او حکومت د یادو راپورونو او پیښو په اړه په پوره ډول بې اعتنائي هم کوي او داسې بابیزه یې ګڼي لکه څوک چې یوه پیاله چاي څښي.

له دې په ډاګه معلومیږې چې له امریکا څخه زمونږ متدین هیواد ته د دغه ډول بې بندوبارو خلکو راواردول او پر داسې یوه اتل ملت حاکمولو سره چې د خپل دیانت لپاره یې نږدې دوه ملیونه تر ټولو غوره انسانان قرباني کړي دي د پخوانیو جهادي رهبرانو او مجاهدینو پر سپینو لمنو تور داغ دی، ځکه که دوی د خورا سترو قربانیو نتیجه کې روسي خرس په ګونډو کړ او پاتي شونی کمونستان یې له پښو وغورځول، او هغوی ته یې عمومي عفوه هم اعلان کړه خو بالآخره اوس نتیجه دا شوه چې تر پخواني کمونستي حکومت بدتر حکومت پر خپلو ځانونو او خپل مني دا د خورا خجات او شرم خبره ده.

خو دا چې طالبانو د د دوه ملیون شهیدانو ناتمام فضل ته مټې رانغاړلي او د همغوی پر لاره روان دي او لا هم د لسګونو زره شهیدانو کاروانونه د پخوانیو شهیدانو پر تعقیب پر مخ روان دي څو وکولای شي د پخوانیو شهیدانو آرمانونو ته ورسیږي او یا د شهادت جامونه وڅښي ټولو مسلمانو افغانانو ته د افتخار غښتلی او پیاوړي دنګ څلی دی.

خو دا چې د کمونستانو پر ځای مو نن په هیواد کې غربي دیموکراتانو انډوخر پیل کړی او د افغان میرمنو پر عفتونو او ناموسونو یې لوبې پیل کړي، هیڅ افغان ته د منلو وړ نه دی او د شرم ستر مقام دی، نن د دولتي کوچنۍ دایرې نه ونیسه آن تر ارګه پورې یوه پیغله او میرمن هم تر هغې د مقرریدا او استخدام تر چت نشي رسیدلای تر څو یې چې خپل عزت لیلام کړی نه وی او د خپل ناموس سودا یې نه وي کړي، نو دې فجایعو ته په کتو سره که ملت اوس هم د طالبانو تر څنګ نه دریږي نو بالآخره کله به دریږي؟ همدا لامل دی چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې ملت طالبانو ته ځای ورکوی، شپې ورکوي، مرسته او ملاتړ یې کوي خو همدغه چټل حکومت بیا همدغه ملت له ماشومانو او ښځو سره یو ځای وژني په توره شپه یې پر کورونو ړانده بمونه غورځوي او د ملت په قتل عام یې پیل کړی دی، دا د غرب تالي څټي حکومت د شرق د تالي څټي حکومت نه لا هم عبرت نه اخلي چې بالآخره وروستۍ مهره یې د ملت + طالب په لاس په پلازمینه کابل کې په ډیره رسوایۍ سره د ملت په وړاندې په دار وځړول شو او د ملت زړونه یې پرې یخ کړل، همدا راز اوسني غربي حکومت دې نه هیروي چې د روانو فجایعو ځواب به یوه ورځ ملت او طالب ته حتما وایی او د ورته دار ځړیدنې انتظار دې باسي.

غربي تالي څټي حکومت مشران تل اعلانونه کوي چې ګوندې دوی د تازی امان الله خان د ناتمام فصل د اتمام لپاره نه ستړی کیدونکی کار کوی، حال دا چې تاریخ شاهد دی چی امان الله خان هم د غرب تالي څټی و او او غرب همغه مهال هم د امان الله خان د ملاتړ او د قدرت د بقا لپاره همدا شرط ایښی و چې د افغانانو ناموس به لوڅوي ښځې به برنډوي که نه نو مرسته او ملاتړ تمه دې نه کوي، اوس یو ځل بیا غرب اوسني تالي څټې د کابل ادارې ته ورته شرط ایښي چې د ښځو نا مشروع استعمال ته به لارې آواروي که نه نو د اداری له ملاتړه یې لاس په سر کیږي، نو ځکه اشرف غني په ارګ کې خپله میرمن همدې فعالیت ته ګمارلې څو د افغانستان ښځې دې ته قانع کړي چې د ځورنو پر مهال له استقامت نه کار واخلي او جنسي نا مشروع اړیکې د خپلې دنده یوه برخه وګرځوي. چې د رولا غني د دې فعالیت له کبله اوس په حکومتي ادارو کې په پراخه پیمانه زنا یو عادی کار ګرځیدلی او په نورمال ډول روان دی، یواځې هغه ښځې او نارینه دا شوم اعمال افشا کوي چې څه ناڅه د افغانیت او اسلامیت وینه یې لا هم په رګو کې د خوځښت په حال کې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button