جنوبي وزیرستان کې؛ په پاکستاني پوځیانو برید مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (شنبه ، ۲۹ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

یوشمېر سرچینو خبرورکړی چې دپاکستان په جنوبي وزیرستان سیمه کې دپاکستاني پوځیانو په موټر برید شوی دی چې له امله یې یو پوځي وژل شوی او درې نور سخت ټپیان شوي دي.

پاکستاني چارواکو دپیښې دتائید ترڅنګ ويلي چې دا پېښه د جنوبي وزیرستان په کرکڼې سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د پوځیانو موټر له یادې سیمې د تېرېدو په حال کې و.

د چارواکو په خبره ډزې له نامعلوم لوري څخه شوې دي چې پوځیانو دمقاومت فرصت نه دی تر لاسه کړی .

راپورونه وایي، په پېښه کې ټپي شوي سرتېري روغتون ته لېږدول شوي دي چې د دوو هغو یې روغتیاي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

چارواکي وایي، له پېښې وروسته نور امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د بریدګرو د لټون عملیات یې پیل کړې دي.

تر اوسه د برید پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې؛ خو دې هیواد کې ډېری بریدونه دپاکستانۍ وسلوالې ډلې ttp له لوري ترسره کیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button