شهادت او شهید زموږ د آخرت ستره سرمایه

لیکنه: عبدالولي خلیل
د الله تعالی له مشرفه مخلوقاتو څخه یوه ډله هغه ریښتیني مؤمنان دي چې د خپل محبوب څښتن د نورو اوامرو عملي کولو تر څنګ د جهاد ستر امر هم عملي کوي، د همدې محبوب د رضا په خاطر خپل ځانونه د جهاد میدانو ته وړي، د قربانۍ په ډګر د خپلو سرونو نذرانې ږدي او دشهادت جامونه پر غاړه اړوي.
د دې بندګانو چې د الله تعالی سره دومره بې سارې مینه ده، د الله تعالی لخوا هم د دوی لپاره بې شمېره ځانګړتیاوې دي، د دوی لپاره ستر ستر نعمتونه دي او د لوړې درجې جنتونه دي .
د امت د ستر لارښود حضرت محمد مصطفی ﷺ څخه د شهیدانو په هکله داسې مروي دي، حضرت ابوهریره رضی الله تعالی عنه وایې چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وویل:له هغو دریو ټولیو څخه به یوه ټولۍ د شهیدانو وي چې تر ټولو مؤمنانو تر مخ به جنت ته داخلیږي.(ترمذي ج ۱ ص ۲۹۳)
له دې سره سره د ځمکي پر مخ هم تر نورو مؤمنانو(چې له دې فاني نړۍ یې سترګی پټې سي) ډ ېر امتیازات لري، چې ځینې یې په لاندې ډول دي.
(۱)د نورو مړو په څېر یې جسدونه نه خرابیږي.
(۲)ږېره او نوکان یې غټیږي.
(۳)له بدنه یې بدبویې نه راځي.
(۴)د شهید جسد په لیدلو سره د ژوندیو مسلمانانو په ایمانو کې قوت پیدا کیږي، او داسې نور ……
خو تر ټولو ستر فضیلت یې دادی چې د دې ستر ویاړ غوښتنه رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې ډول کړې ده چې یوار شهید سم بیا ژوندی سم بیا شهید سم بیا ژوندی سم او بیا شهید سم.
داچې رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې امت ستر شخصیت او ستره هستي ده دهغه د دې ویاړ په وار وار غوښتلو سره د دې نعمت قدر او ارزښت له ورایه ښکاریږي نو باید خپله هم د ځان لپاره شهادت غوره وبولو او تل یې په دعاګانو کې غوښتنه وکړو او د نورو مؤمنانو لپاره یې هم غوره وبولو.
اللهم ارزقنا شهادة في سبیلک….
تـــــقـــــــبلـــــــــــــهم الـــلـــــــه



