کابل ټکی کام(شنبه، ۲۹چنکاش، ۱۳۹۸)
افغان حکومت ادعا کړې چې د هیواد په ځینو برخو کې یې طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي.
د دوی د ادعا له مخې چې په کندهار، بلخ، فاریاب، ارزګان او غزني کې یې لسګونه طالبان وژلي او همدا رنګه نور تلفات یې هم وراړولي دي خو طالبان دا خبر نه مني.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي: “موږ دا ادعاوې ردوو، په یادو ځایونو کې هيچرې هم مجاهدینوته کوم تلفات نه دي اوښتي اونه هم هغه ډول پيښې شوي چې دښمن يې پروپاګند کوي.”
د یادونې وړ ده چې د افغان حکومت لخوا ډیری وخت ورته ادعاوې کیږي خو طالبان یې هرځل تبلبغات بولي او دا حکومتي سرتیرو ته د مورال ورکولو یوه ناکامه هڅه ګڼي.
د افغان حکومت ځینو سرچینو په کندهار کې د طالبانو په منځ کې د یوه موټربم د الوځیدو خبر هم ورکړی وو، چې هغه هم نن د طالبانو له لوري رد او پروپاګند وبلل شو.
















