معترضو ښځینه نوماندانو؛ ځانونه اوسپنیزه پنجره کې په ځنځیرو تړلي

کابل ټکی کام (شنبه ، ۲۹ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
هغو معترضو ښځینه نوماندانوچې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنیو پایلو کې یې نومونه د بریالیو کاندیدانو په نوملړ کې لیکل شوي وو، خو له نهايي لیسته یې نومونه لرې کړل شوي، نن شنبه ځانونه په اوسپنیزه پنجره کې په ځنځیرو تړلي.
دا مېرمنې چې له څه باندې دریو میاشتو راهیسې کابل ته د احتجاج لپاره تللي او اعتراض یې پیل کړی وايي، یوه مسووله اداره یې هم غږ نه اوري.
دوی د هغه څه لپاره چې ټاکنیزې درغلۍ یې بولي د ځانګړې کمېټې جوړېدل غواړي.
دغه ښځې له تېرو نژدې څلورو میاشتو راهیسې په بېلا بېلو بڼو احتجاج کوي.
دوی په دې باور دي چې ولسي جرګې ته د بریالیتوب لپاره یې کافي رایې تر لاسه کړې دي، خو د دوی ګټلې رایې له پامه غورځول شوې او هغه کسان بریالي بلل شوي دي چې د دوی په پرتله یې د ګټلو رایو شمېر لږ و.
دوی وايي، باید عدالت ورسره وشي او قضیه یې د عدلي ادارو لخوا وڅېړل شي. دوی له دې مخکې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د اعتصاب لپاره کېږدۍ وهلې وه، د نه خوړو اعتصاب یې کړی و او ان ځینو یې شونډې ګنډلې وې.
له دې ښځو نه یوې فرزانه فرهمند چې بغلان ولایت کې د ولسي جرګې څوکۍ لپاره کاندیده وه رسنیوته وویل (بې عدالتي او حق تلفي) پر ضد یې د اعتراض لپاره مبارزه پیل کړې.
له ننګرهار ولایت څخه یوې بلې نوماندې ډیوې نیازۍ ګواښ کړی که دولت یې غږ وانه وري او تلف شوی حق یې ور نه کړي؛ دوی به دارګ په دروازو کې ځانونه وسؤځوي.
بلې خوا بیا دولتي چارواکو دمعترضو نوماندانو دتازه ګواښونو په عکس العمل کې دپلټنو غولونکې ژمنې کړي؛ خونوماندانې باوري نه دي او دقاطع اقدام په امید دانتظار شیبې شماري.


