جلال اباد ښار کې د کوز کنړ ولسوالۍ د حج اوقافو مدير وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۵) 

نن سهار په جلال اباد ښار کې د کنړ ولايت د حج اوقافو مدير فضل الحق د نامعلومه وسله والو په ډزو ووژل شو.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، نا معلومه وسله والو د کوز کنړ ولسوالۍ د حج اوقافو مدير فضل پر ډزو وواژه او خپله له سيمې وتښتيدلږ

عيني شاهدان وايي، یو وسله وال کس په داسې حال کې د حج اوقافو رياست ته ننوت چې د دغه رياست پوليس هم ولاړ و خو د رياست په داخل کې يې نوموړی مدير وواژه او قاتل بیرته په رشکه کې وتښتيد.

تر اوسه د دغه برید مسؤوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

په وروستيو کې په ننګرهار کې هدفي وژنې او په ځانګړي ډول د علماؤ وژل ډير شوي چې د خلکو انديښنې يې زياتې کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button