سمنګان: طالبانو داربکي ملېشو پوستې تر برید لاندې راوستي؛ درنده مرګ ژوبله یې ور اړولې

کابل ټکی کام (شنبه ، ۵ زمری ، ۱۳۹۸ل)
ځایي سرچینو خبر ورکړی چې وسلوالو طالبانو په سمنګان کې د حکومت د ملاتړو اربکي جګړه مارانو پر پوستو برید کړی چې درنده مرګ ژوبله یې ور اړولې.
خبر زیاتوي، دابرید چې په یو نااشنا تکتیک تنظیم شوی و، په نتیجه کې یې اووه اربکیان وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان ولایت ددولتي والي ویاند منیر رحیمي د یاد خبر په تائید سره رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه ددې ولایت مرکز اړوند تی خونک سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې په دغه نښته کې طالبانو ته هم دتلفاتو اړولو خبرونه ورکړل شوي خو کره شمېر یې معلوم نه دی.
طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خوځایي او دولتي سرچینو دخبر پخلی کړی دی.



