مجاهد: ملا منصور کاروبار ته وخت نه درلود،څوک دې زموږ د مشرانو شخصیت ته د زیان رسولو هڅه نه کوي

کابل ټکی کام(شنبه، ۵زمری، ۱۳۹۸)

طالبانو د خپل مشر ملا اختر محمد منصور په اړه په رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو په اړه یوه اعلامیه خپرې کړې او ویلي یې دي چې دا رپوټونه هېڅ حقیقت نه لري.

رسنیو د پاکستان د پلټنو د فدرالي ادارې په استناد یو راپور خپور کړی چې پکې ویل شوي د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په کراچۍ کې د ځمکو او کورونو کاروبار درلود او په وینا یې چې په دوو نومونو یې جعلي پیژندپاڼې درلودې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ویلي: “سره له دې چي ادعا شوي نومونه د بل چا دي او له کوم تجارت څخه چي یادونه شوې هغه هم مشروع عمل دی؛ خو شهید منصور صاحب نه داډول تجارت ته وخت درلود او نه یې هم داسي کوم کاروبار وو.”

د مجاهد په باور، دوی نه پوهیږي چې د دا ډول راپورونو د خپریدو مقصد به څه وي خو ټینګار کوي چې د د دوی د مشرانو شخصیت ته به دغه ډول مجهول رپوټونه کوم زیان ونه رسوي.

مجاهد زیاته کړې: “څوک چې د افغانستان په سوله کې مرسته کول غواړي، هغوی باید ترهیڅ نوم او عنوان لاندې زموږ د ویاړمنو مشرانو شخصیت ته زیان ونه رسوي. “

مربوطه مطالب

Back to top button