کابل ټکی کام( شنبه، ۵زمری، ۱۳۹۸)
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد لا هم په کابل کې دی او له سیاسي څېرو سره په لیدو کتو بوخت دی.
خلیلزاد د ګډ حکومت له مشرانو سره هم لیدلي او همدا رنګه یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د نوموړي د حکومت د دورې له چارواکو سره لیده کاته کړي دي.
نوموړي په خپل یوه تازه ټویټ کې ویلي چې د بشري حقونو د کمیسیون له پخوانۍ او اوسنۍ مشرې، د جنبش ګوند له چارواکو او د حزب اسلامي د سیاسي کمېټې له غړي امین سره یې لیدلي دي.
خلیلزاد د افغان سولې په اړه دا سفر څو ورځې مخکې پیل کړی او مالومه نه ده چې تر څه وخته به دلته په کابل کې وي خو له دې وروسته په پام کې ده چې نوموړی به قطر ته ولاړ شي او هلته به له طالبانو سره د اووم پړاو دریدلي مذاکرات بیا پیل کړي.
ویل کیږي چې دا ځل به طالبان او امریکایان یوې موافقې ته سره ورسیږي او یوه ګډه اعلامیه به هم خپره کړي.
په ورته وخت کې د بین الافغاني کنفرانسونو د دوام خبرونه هم ورکول کیږي خو طالبان ټینګار کوي چې له حکومت سره من حیث حکومت خبرو کولو ته هېڅکله تیار نه دي.

















