کابل ټکی کام (شنبه ، ۵ زمری ، ۱۳۹۸ل)
‘عراقي پولې ته نږدې دایران سپاه پاسداران ځواکونو سره نښته رامنځته شوې چې دوه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ویلي چې پرون یې یو عسکر د عراق پولې ته څېرمه په یوه نښته کې وژل شوی او یو بل ټپي دی.
یاد ځواک ویلي چې دې پوځیانو ته د انقلاب ضد عناصرو سره نښته کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دوی دا نه ده په ډاګه کړې چې دا عناصر څوک دي، او ولې یې په یاد پوځ برید ته زړه ښه کړی.
د ایراني خبري سرچینو له قوله ویل کېږي چې دا نښته د کردستان ولایت په سرو اباد سیمه کې شوې ده.
دا هغه سیمه ده چې په وار وار پکې د امنیتي ځواکونو او وسله والو کسانو ترمنځ نښتې شوې دي او دواړو خواوو پکې دروند زیانونه لیدلي دي.
ددې برید مسئولیت تر اوسه کومې مشخصې وسلوالې ډلې نه ده منلې، اونه هم ایراني چارواکو رسماً کومه وسلواله ډله تورنه کړې.

















