د شمالي کوریا لخوا د توغندیو ازمایل؛ جنوبي کوریا یې په اندېښنه کې اچولې

کابل ټکی کام( شنبه، ۲۶زمری، ۱۳۹۸)
وروسته له ډیره وخته شمالي کوریا یو ځل بیا د خپلو اتومي توغندیو ازمایل پیل کړي دي.
د جنوبي کوریا رسنیو خبر ورکړی چې نن سهار هم د شمالي کوریا لخوا د جاپان د اوبو پر لور دوه توغندي وازمایل شول.
جنوبي کوریا د شمالي کوریا دې کار په اندېښنه کې اچولې او چارواکو یې ویلي چې ګاونډی هیواد یې هر وخت داسې کړنې ترسره کوي او خبرداری یې ورکړی چې دا به په سیمه کې اندېښنې وزیږوي.
شمالي کوریا دا توغندي په داسې حال کې توغوي چې څو ورځې وړاندې یې هم د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو پوځي تمریناتو په ځواب کې دوه لنډ واټنه توغندي وازمایل.
تر دې وړاندې یې هم ځیني توغندي توغولوي وو چې جنوبي کوریا او جاپان خواشیني پرې څرګنده کړې وه خو ټرمپ د شمالي کوریا دا اقدام بې ضرره وباله.
د یادونې وړ ده چې ټرمپ او د شمالي کوریا مشر ښایي په نږدې راتلونکي کې یو ځل بیا سره وویني.
ټرمپ ویلي وو چې د کیم جونګ اون لخوا ورته یو مثبت خط لیږل شوی او په وینا یې چې له ده سره د بیا لیدو غوښتنه هم پکې شوې ده.



