کابل ټکی کام( شنبه، ۲۶زمری، ۱۳۹۸)
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له امریکایانو سره د مذاکراتو په اړه ویلي چې دوی له اتم پړاو وروسته سلا مشورې پای ته رسولي او د نهم راونډ پیلیدو ته په تمه دي.
سهیل شاهین په قطر کې یې د اریانا نیوز له خبریال زمریالي اباسین سره په خبرو کې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبره نهایي شوې او په ټکو یې چې په نهم پړاو مذاکراتو کې به په وروستي ټکي هم توافق رامنځته شي.
نوموړي په خبرو کې د وروستي ټکي تشخیص نه دی کړی.
شاهین همدا رنګه د انتخاباتو ترسره کیدل د جګړې د دوام په مانا بللي او په وینا یې چې ځیني کړۍ د سولې د هڅو د سبوتاژ کوښښ کوي.
شاهین دا خبرې په داسې وخت کې کړي چې تیره ورځ د امریکایي ټیم مشر زلمي خلیلزاد له ډونالډ ټرمپ سره د سولې د روانو مذاکراتو په اړه مجلس درلود.
په دې مجلس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ګډون نورو لوړپوړو امریکایي چارواکو هم ګډون کړی وو.
ډونالډ ټرمپ له دې مجلس وروسته په خپل ټویټ دا مجلس ګټور بللی دی.
که څه هم مالومه نه ده چې طالب او امریکایي استازي به نهم پړاو خبرې څه وخت پیل کړي خو ویل کیږي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د وروستۍ موافقې لپاره دواړه خواوې د میز مخ ته سره حاضرې شي.
















