کابلوف: طالبانو پر روسیې غږ کړی چې له امریکا سره د وروستۍ هوکړې ضمانت وکړي

کابل ټکی کام (شنبه ، ۲۶ زمری ، ۱۳۹۸ل)

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې وسلوالو طالبانو پر روسیې غږ کړی ترڅو له امریکا سره د سولې د وروستۍ هوکړې ضمانت وکړي.

کابلوف زیاته کړې چې له امریکا سره د سولې په تړون کې د طالبانو یوه مهمه اړتیا دا ده چې دوه پرمختللي هیوادونه (روسیه او چین ) دغه تړون تضمین کړي.

نوموړي زیاته کړې، روسیه تمه لري، چې امریکا به له دې هېواد سره د سولې د خبرو وروستۍ پایلې شریکې کړي.

ضمیر کابلوف زیاته کړې، چې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کولو لپاره د امریکا شرط دا دی چې طالبان اوربند او له افغان حکومت سره رسمي خبرې پیل کړي.

ویل کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې وروستۍ هوکړه به د روانې اګست میاشتې په ۱۹ مه په ناروې هېواد کې لاسلیک شي.

د معلوماتو له مخې د روسیې، چین، ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان، قطر، ایران او د پاکستان استازي به د تړون لاسلیک کولو څخه څارنه وکړي.

تیره ورځ دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلو سلاکارانو او لوړپوړو چارواکو سره دافغانستان په اړه غونډه کړې، نوموړي هیله ښودلې چې ډېر ژر به له مقابل جهت سره پر یوې معاملې هوکړه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button