سوریه: ادلیب کې دکډوالو پر یو کمپ هوایي برید ۴۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (شنبه ، ۲۶ زمری ، ۱۳۹۸ل)

یوشمېر خبري سرچینو راپور ورکړی چې د سوریې په ادلیب ښار کې دکډوالو په یو کمپ هوایي برید درنده مرګ ژوبله اړولې.

خبر زیاتوي، د شوي هوایي برید له امله ۱۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي، چې دټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ نه دی.

راپور زیاتوي، دا برید په ادلیب کې د کډوالو پر یو کمپ شوی دی چې دپیښې قربانیان ټول ولسي خلک دي.

لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي، دې برید کې د شپږو ماشومانو په ګډون ۱۷ کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون دېرش ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

دغه سازمان ادعا کړې ده چې برید د روسیې جیټ الوتکو کړی دی خو روسي چارواکو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button