ټرمپ د افغانستان په اړه له عمران خان سره غږیدلی

کابل ټکی کام( شنبه، ۲۶زمری، ۱۳۹۸)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د افغانستان د روان حالت په اړه غږیدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ویلي چې ټرمپ او خان د تلفون پر کرښه خبرې سره کړي او دواړو ژمنه کړې چې د یوه او بل په همکارۍ به د افغان سولې بهیر مخ ته بیایي.

د قریشي په خبره چې دواړه لوریو هیله څرګنده کړې ترڅو د سولې په روان بهیر کې د پام وړ پرمختګ وشي او په وینا یې چې دوی دواړه به په دې جریان کې سره په اړیکه کې وي.

قریشي زیاته کړې چې پاکستان په څنګ کې یو باامنه افغانستان غواړي او په وینا یې دوی افغان سولې ته ژمن دي او ټینګار یې کړی چې په دې برخه کې به پوره همکاري کوي.

که څه هم د ټرمپ او عمران خان د خبرو نور جزئیات نه دي خپاره شوي خو د د وی دواړو د خبرو خبر په داسې وخت کې رسنیز کیږي چې تیره ورځ ټرمپ له لوړپوړو امریکایي چارواکو سره د افغان سولې په اړه مجلس درلود.

مربوطه مطالب

Back to top button