کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۳ وږی ، ۱۳۹۸ل)
پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې خبرو د چټکتیا په موخه دجګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې په ټول هېواد کې دې نظامي عملیات ودروي.
کرزي په لوګر کې د بهرنیو ځواکونو پر هوایي برید غبرګون ښودلی دی، اودایې په عامو خلکو ستر جنایت بللی دی.
د نوموړي له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ګډو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو تلفات اوج ته رسېدلي دي او دې مسئلې د افغانانو حوصله تنګه کړې ده.
هغه پر طالبانو، افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو غږ کړی چې د سولې د خبرو د چټکتیا په موخه باید په ټول هېواد کې نښتي او نظامي عملیات ودرول شي.
دده په خبره په افغانستان کې روانه پردۍ جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده نو نظامي ماموریتونه دې نور بند کړل شي او پر سوله دې تمرکز وشي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې دګډوځواکونو له لوري دهېواد په یو شمېر ولایتونو کې په قصدي ډول دملکي وګړو پر کورونو، مسجدونو، مدارسو، جنازو او ودونو بمبارۍ تر سره شوې چې سلګونه ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
















