دایکندي: ترافیکي پيښه کې اته کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام،۱۳۹۸، وږی ۶)

د دایکندي ولايت د مرکز مربوط په شيش سيمه کې د يوې ترافيکي پيښې په ترڅ کې اتو کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دایکندي د ترافيکو مدير رحمت الله ابراهيمي وايي، د مسافرو دغه فلاینکوچ ډوله موټر له ولایت څخه د مرکز ولسوالۍ شيش سيمې ته پر لاره و چې له سړکه اوښتی دی.

په پيښه کې څلور تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.

د رحمت الله په وينا، پيښه د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button