آنجنير عمير وياړ
له اوږدې او ستړې مسافرۍ راغی اختر یې له خپلو بچو او مور او پلار سره تیر کړ.
د اختر د خوشالیو شپې لا نه وې ختمې چې یوه شپه یوې درنې چاودنې د کور ټول وګړي راویښ کړل، ماشومان د میندو په جامو پسې ونښتل د کوټې کړکینانو ته د واشنګټن څوکیداران راورسیدل، د کور نارینه یې وتړل او سپین ږیری یې له ښځو سره بل کورته بوتلل.
سهار چې د کور پاتي وګړي راغلل نو د کوټو مخه او دیوالونه یې په وینو سره دي، د دوو ځوانانو جسدونه د کوټو پر بام او حویلۍ په مختلفو برخو کې اندام اندام پراته دي.
د ماشومانو او ښځو د ژړاګانو محشر جوړ شو او د بوډا پلار په ستونی کې کړیکه غوټه شوه، د مسافر زوی ماغزه یې د جیب په دستمال کې د کړکین له سره راجلا کړل او په رډو رډو یې ورته کتل، بوره بوډۍ مور لکه لیونۍ یوه خوا بله خوا منډې وهي او د وینو پر خاپونو خبړې لګوي، د شهید کونډه ټوله ځمکه یې تر پښو لاندې چورلي ځای پر ځای ناسته ده او د لاسونو بنګړي ماتوي…
یو زلمي د خپل شهید ورور غوڅ شوی مړوند د کور له کوم ګوټ نه را اوچت کړ، په سرو سترګو کې یې اوښکې ډنډ شوې د ورور د کوژدې ګوتمۍ یې لا په ګوته کې وه بې اختیاره سلګو واخیست…
یو ماشوم پر چوتره جوړ شوي غار ته حیران کتل، چیرته چې یې د اختر په ورځ د خپل پلار جان په غاړه کې لاسونه اچولي وو او مستې خنداګانې وې… اوس یو څو د وینو خاپونه او لوګي وو.
د بشریت او مدنیت مدعیانو چاپه وهلې وه چې یو له اوږدې مسافرئ راستون شوی مسافر او وراره یې په بمونو کینولي او منفجر کړي وو.
عد بشري تاریخ په پاڼو کې د حکومت تر نامه لاندې وحشت ثبتیږي.
هو!
د لوګر وحشت


















