د لوګر ناورين د انسانیت پر تندي تور داغ

ډاکټر يوسف اکبري

په غندلو او اوښکو تويولو د دا ډول غم ځپلو تسل نشي کیدای دغه بې ضميره ويني څښونکي شرمښان ولی دومرہ بی وجدانه شول چی په بمونو بې گناه انسانان ټوټي ټوټې کوي.

دوی د خپل استدلال په بنا چی د کابل د ھوٹل برید یی پہ طالب په دې بهانه ورتاوان کړ چی ویل یی د برید نوعیت د طالبانو برید په څېر دى.

نو پر لوگريانو د دې وروستى دا ډول له انسانيت لغړ ناتار او ناورين راکوزول اوس ته کوم پرتوگ گنډلاى شي.

 ویلای شو چې داعش وحشي شبکه ھم د همدې وحشيانو د وحشت او بربريت يوه پياوړې څانگه  دہ چې په شفري نوم د ھمدوی د انسانيت له پولو وتلې کرغيړن  اعمال سر ته رسوي.

ایا دوی فکر کوي چې د دې فجایعو عکس العمل به دوی د شهېدانو په دې خاوره حاکميت او  ژوند کولو ته پریژدي؟ هيڅکله هم نه ډيره لرې نده چې دا وحشيان به د انسانيت د قوانينو او د الله تر مواخذې لاندې راشي بيا به وپوهېږي چې پر اسپ سپاره دي که پر خره؟

و سيعلم الذين ظلموا اي منقلب ينقلبون

مربوطه مطالب

Back to top button