عبدالله عبدالله: که واقعي سوله راځي؛ له ټاکنو ورته تېرېږم

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۶ وږی ، ۱۳۹۸ل)
د اوسني حکومت اجرائیه رئیس، او را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله کابل کې پخپله ټاکنیزه غونډه کې وویل، چمتو دی چې د سولې لپاره له ټاکنو تېرېدلو سره قرباني ورکړي.
نوموړي نن د کابل لویې جرګې په خیمه کې پخپله ټاکنیزه غونډه کې د کوچیانو استازو ته وویل، که تر ټاکنو یوه ورځ مخکې هم د سولې زمینه برابره شي، دی به قرباني ورکړي.
نوموړي دخپلو خبرو پر دوام وویل”که د سولې فرصت پیدا کېږي، موږ یې ځان ته دیني او ملي مسئولیت بولو او که زموږ قرباني ته ضرورت وي، په هماغه ورځ قرباني هم ورکوو.
عبدالله عبدالله زیاته کړه، ما مخکې هم ویلي، که له ټاکنو یوه ورځ مخکې او یا یوه ورځ وروسته د سولې فرصت برابر شو، موږ ټول چمتووالی ورته لرو. هېڅ پوښتنه پکې نه شته.”
ښاغلي عبدالله وړاندې وویل، د سولې د ټینګښت لپاره ژمنه موجوده ده او د جګړې دوام د هېچا لپاره د منلو وړ نه دی، باید له جګړې صرف نظر شو
د عامو خلکو په ګډون یو شمېر نوماندان او پلویان یې په دې باور دي چې که د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې مثبتې پایلې ولري، ښايي د ولسمشرۍ پر ټاکنو هم اغېز وکړي، یا بلکل لغوه اعلان شي.
ښاغلي عبدالله دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې طالبان او امریکایي پلاوی د سولې خبرو کې د خپلمنځي هوکړې پر متن سره سلا شوي او طالبان وايي، وروستۍ هوکړې ته نژدې شوي دي.



