د پرېکړې د نهايي کېدلو په اړه د ولسمشر غني د ټيم بې ځايه شکونه!!!

غورځنګ
له کومه وخته چې د افغان سولې په تړاو مذاکرات پيل شوي دي له هماغه پيله د ولسمشر غني د سوشل ميډيا ټيم په تبليغاتو پیل کړی او تر اوسه پورې يې چې هر څومره په وس پوره شوي هغومره پوچ تبليغات يې د دغو مذاکراتو په اړه تر سره کړي دي، د مثال په توګه کله به چې هم ټرمپ د عسکرو د وېستلو په اړه ټويټ کولو نو ولسمشر غني او ټیم به يې د امريکايي ځواکونو د پاتې کېدلو لپاره توجيهات لټول او خپله ولسمشر به ويل چې هر هغه ټوله هڅه به وکړه چې په ترڅ کې يې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي او داسې به يې هم ويل چې امریکايي ځواکونه به دې ته پرېنه ږدو چې افغانستان پرېږدي او ووځي او د دوی د پاتې کېدلو لپاره به د دولتي مامورينو معاشات راکم کړو او هر ډول قربانۍ ته به چمتو اوسو.
ولسمشر غني به هم په نړيوالو کنفرانسونو کې خوله خلاصه کړې وه او ويل به يې چې د افغان امنيتي ځواکونو د قربانيو په بدله کې په واشنګټن او نيويارک ښارونو کې تر اوسه لا ډز هم نه دی شوی يعنې دوی د واشنګټن او نيويارک د امنيت لپاره قربانۍ؟؟ ورکوي.
دا او دې ورته هڅې د ولسمشرغني حاکم ټيم تر سره کولې تر څو امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ونه وځي.
خو کله چې د مذاکراتو په اتم پړاو کې امریکا او طالبانو دواړو د پرمختګ خبر ورکړ او وې ويل چې کېدی شي په نږدې وخت کې پرېکړه نهايي شي نو د غني په ټيم کې وېره خپره شوه او د خپل واک غم ورسره پيدا شو نو يې بې ځايه شکونه او اوازې خپرې کړې تر څو په دې اوازو دوی وکولی شي چې په ولس کې د سولې په اړه شکونه راولاړ کړي او ملت ته دا وښيي چې طالبان د ولس په درد نه پوهېږي بلکې يوازې مونږ يو چې د ولس درد؟؟ راسره دی.
له اتم پړاو وروسته يې داسې اوازې پيل کړې چې طالبان هڅه کوي چې د پرېکړې نهايي توب د اګست څوارلسې ورځې ته وغوځوي، او د دې لپاره چې دغه ورځ د پاکستان د ازادۍ ورځ ده نو پدې خاطر به طالبان دا هڅه وکړي چې د پاکستان د ازادۍ ورځ د افغانستان د ازادۍ ورځ هم وګرځوي.
دا چې د امريکا لاسپوڅو همېشه کوشش کړی دی چې د طالبانو قربانۍ او د دوی هڅې او کوششونه پاکستان ته منسوب کړي نو ځکه خو يې له اتم پړاو وروسته يو ځل بیا هڅه وکړه چې دغه روان مذاکرات هم ګاونډي هېواد ته منسوب کړي.
خو دا چې الله ج د شيطان او شيطان ته ورته انسانانو مکر او فرېب درواغجن بللی نو ځکه خو يې ددغه ټيم دغه مکر هم درواغ ثابت کړ او اوس دا دی د اګست پر اوويشتمه نېټه د طالبانو او امریکايانو تر منځ پرېکړه نهايي شوه چې په ترڅ کې به يې امريکايي ځواکونه د مهالوېش مطابق له افغانستانه ووځي او له افغانستان څخه به هم په راتلونکي کې چاته زیان او تاوان نه رسېږي.



