ناټو وايي، د سولې تر تړون وروسته به هم افغانستان کې پاتې شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۷)
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نيکولاس کي ويلي، چې د سولې تر تړون وروسته به هم افغانستان کې پاتې شي او د افغان ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.
نوموړی وايي، افغانستان کې د ترهګرۍ ختميدو او امن راتلو پورې به دغه هيواد کې پاتې وي او دايې مسؤولیت هم دی.
نیکولاس کي ويلي: “ناټو له افغانستانه نه ووځي، په اتلس کلنو لاسته راوړنو کې به افغانانو سره مرسته وکړي او أن د سولې تر هوکړې وروسته به هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي”.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا له طالبانو سره نهم پړاو مذاکرات پيل کړي او دغه مذاکراتو ته نږدې سرچينې وايي چې دواړه غاړې پر دې سلا شوي چې د اتلس مياشتو په موده کې به ټول امريکايي ځواکونه افغانستان پريږدي او دا چې افغانستان څخه به یوځل بيا امريکا او نورو هيوادونو ته ګواښ نه جوړيږي.
د یادونې ده، چې د ناتو مشرانو تر دې مخکې په خپلو څرګندونو کې ويلي و چې د امريکايي ځواکونو وتلو سره به ټول ناټو ځواکونه هم له افغانستانه ووځي.



