این بي سي: په موافقه لیک کې به طالبانو ته د “امارت اسلامي افغانستان” نوم کارول کیږي

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۶وږی، ۱۳۹۸)

این بي سي نیوز خبر ورکړی چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ موافقه کې طالبانو ته د افغانستان اسلامي امارت نوم کارول شوی دی.

د این بي سي په ټکو چې واشنګټن وړاندې تر دې له دې نوم سره حساسیت درلود خو اوس ورباندې رضا شوی دی.

این بي سي لیکلي: “د امریکا او طالبانو په هوکړه لیک کې به طالبانو ته د افغانستان اسلامي امارت عبارت کارول کیږي، واشنګټن مخکې له دې نوم سره مخالفت درلود خو اوس پرې راضي شوی دی.”

د یادونې وړ ده چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د مذاکراتو د دومره اوږدیدو لامل هم دغه یادیږي چې طالبانو به د مسودې په هر ټکي کې ستر بحث کاوه.

د ځینو سرچینو له قوله چې څو ورځې د ترهګر تعریف تر بحث لاندې وو او طالبانو له امریکایانو څخه د ترهګر تعریف غوښت.

ویل کیږي چې د طالبانو او امریکایانو نهم پړاو مذاکرات وروستي حد ته رسیدلي او موافقه راغلې خو لا هم اعلان ته وخت شته.

مربوطه مطالب

Back to top button