سر له نن څخه به تورخم دروازه ۲۴ ساعته پرانيستې وي

کابل ټکی کام (۱۳۹۸، وږی ۱۱، دو شنبه)
پاکستاني چارواکي وايي، چې سر له ننه به د تورخم دروازه د څلورويشت ساعتونو لپاره پرانيستې وي او خلک به کولی شي شپه ورځ هر وخت تګ راتګ وکړي.
د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت یوسفزی وايي، د دغه هېواد لومړي وزير عمران خان ورته ويلي چې تورخم دروازه په ازمايښتي ډول پرانيزي ترڅو که کوم کمی پکې وي چې د پرانيست غونډې مخکې پوره شي.
د یوسفزي په وينا، دا چې د دواړو هيوادونو تر منځ سوداګريزې اړيکې موجودې دي نو بايد د خلکو د تګ راتګ لپاره هم اسانتياوې رامنځته شي.
یوسفزی وايي، تر اوسه د تورخم دروازې د څلورويشت ساعته پرانيست غونډې نيټه نه ده اعلان شوې خو په وينا يې یادې غونډې ته لومړی وزير عمران خان هم او د هغه تر ورتګه به یاده دروازه په ازميښتې توګه خلاصه وي.
پخوا به د تورخم پر پود ورځې لسګونه زره کسانو تګ راتګ کاوه خو په وروستيو چې د ويزو او پاسپورټونو درلودل ضروري شول نو دغه شميرې زرګونو ته راغلي او د شپې له خوا به خلکو ته د تګ راتګ اجازه هم نه ورکول کيده.



