دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته ورسېد

کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۱۰ وږی ، ۱۳۹۸ل)

د افغان قضیې د حل لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته ورسېد.

ټاکل شوې چې ښاغلی خلیلزاد به د قطر نهم پړاو مذاکراتو جزییات او معلومات له حکومت مشر محمد اشرف غني سره شریک کړي.

خلیلزاد نن له خپل سفر وړاندې په خپله ټوېټر پاڼه دکندوز په اړه طالبانو سره له خپلو وروستیو خبرو یادونه کړې وه.

خلیلزاد لیکلي و چې طالبانو سره یې دکندوز پر جګړې خبرې کړي، او دوی ته یې دتاوتریخوالي په راکمولو او زور زیاتي پر درولو پیشنهادات کړي دي.

فکر کېږي چې خلیلزاد به دجزیاتو له شریکولو وروسته بیرته قطر ته ولاړ شي، او وروسته به بیا دیو اروپایي هېواد په کوربه توب وروستی تړون لاسلیک کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button