لغمان: هوان مرمۍ لګيدو له کبله يوولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (۱۳۹۸، وږی ۱۱، دو شنبه)
د لغمان ولايت په الیشنګ ولسوالۍ کې د هوان مرمۍ لګيدو له کبله د يوې کورنۍ يوولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پيښه پرون ماښام د يادې ولسوالۍ مربطو په شمسه خيلو سيمه کې رامنځته شوې ده.
که څه هم چارواکي د یادې مرمۍ د توغولو تور پر طالبانو اچولي خو ځايي اوسيدونکي وايي چې دغه مرمۍ په سيمه کې د ملي اردو د يوې پوستې څخه وار شوې ده.
په وژل شويو کې څلور کوچنيان او یوه مور يې شامل دي، دغه راز د يادې کورنۍ شپږ تنه نور ټپيان شوي دي هم دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د دولتي ځواکونو د هوان پر مرمۍ ملکي ميشت ځايونه هدف ګرځي بلکې تر دې مخکې هم په بيلابيلو سيمو کې د عسکرو پر هاوان مرميو ملکي ميشت ځايونه په نښه شوي او خلکو ته يې تلفات اړولي دي.



