طالبانو دتخار بهارک او خواجه غار ولسوالۍ ګانې نیولي

کابل ټکی کام (شنبه، ۶ تله ، ۱۳۹۸ل)

وسلوالو طالبانو نن شنبه دانتخاباتو په لومړۍ ورځ دتخار دوه ولسوالۍ ګانې《بهارک اودخواجه غار》نیولي

طالبانو یاد خبر تائید کړی او زیاته کړې ده چې بغلان کې یې یو ستر بیس، پکتیکا کې یې یوه امنیتي حوزه او کندز ولایت کې پنځه پوستې هم په بشپړ ډول نیولي.

طالبانو په یادو عملیاتو کې درینجرو، وسلو، اومهماتو ترڅنګ دلسګونو عسکرو له وژلو، نیولو او ټپي کولو هم خبر ورکړی دی.

دیادونې وړ ده چې وړمه شپه هم طالبانو دهېواد په شمال فاریاب ولایت کې د قرمقل ولسوالۍ تر خپل تسلط لاندې راوستې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button