بايوميټریک او رايه ورکوونکو ليست ستونزې لري؛ حکمتیار له نومليکنې پرته رايه ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۶، شنبه)
نن سهار د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات په داسې حال کې پيل شول چې په بيلابیلو ولايتونو کې لسګونه انتخاباتي مرکزونه د طالبانو تر ګواښونو، بریدونو او چاودنو لاندې و.
سربيره پر دې چې د امنيت د ساتنې لپاره اووه زره امنيتي کسان ګومارل شوي خو بیا هم ډيری خلک وايي، چې د نا امنیو او پر ټاکنو د بې پاوريو له امله په یاده پروسه کې ګډون نه کوي.
دغه راز د هیواد په ګوټ ګوټ کې خلک شکایت کوي چې د بايومټيريک سستم او د رايه ورکوونکو ليست ستونزې دي او زرګونه کسان د یادو ستونزو له کبله نه شي کولای خپله رايه وکاروي.
یو شمير رایه ورکوونکي وايي، چې غوښتل يې خپله رايه وکاروي خو په ډېټابېس کې يې نومونه نشته او نور کسان په یادو شميرو راجسټر شوي دي.
دوی وايي، ډيری سیمو کې داسې پيښې منځته راغلي چې په دوه کسه په يو سټیکر شمېرې ثبت شوي دي.
په عین حال کې د اشرف غني ورور حشمت غني احمدزي ويلي، چې ټاکنو کې د ګډوډیو له کبله د رايې اچولو بې برخې پاتې شوی زیاتوي سهار مهال د کابل په حبيبې ليسه کې انتخاباتي مرکز ته ورغلی خو د ډيرو هڅو با وجود يې هم خپل نوم په ليست نه دی پيدا کړی.
همدارنګه ويل کيږي، ګلبدين حکمتيار په داسې حال کې خپله رايه کارولې چې نومليکنه يې نه وه کړې.
نوموړي پرته له سټیکر شوې تذکيرې رايه کارولې او ويې ويل چې دوو مشخصو ټيمونو د منظم تقلب لپاره ترتيبات نيولي دي.
نن شنبه د تلې مياشتې شپږمه نيټه د افغانستان ولسمشرۍ انتخابات پيل شول چې د ماذيګر تر درې بجو به دوام ولري.
طالبانو د هيواد په ګوټ ګوټ کې پر انتخاباتي مرکزونو بریدونه کړي او ډيری سيمو کې انتخاباتي مرکزونه تړل شوي دي.



