کابل ټکی کام (شنبه، ۶ تله ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو دیوې اعلامیې په ترڅ کې ادعا کړې چې نن دټاکنو په لومړۍ ورځ یې ترغرمې پورې دحکومت پر انتخاباتي بهیر ۳۱۴ بریدونه کړي دي.
طالبان زیاتوي، یاد بریدونه دهېواد په ۲۸ ولایاتو کې دحکومت پر دولتي او انتخاباتي مراکزو تر سره سوي چې ۲۵۲ تنه عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.
اعلامیه لیکي، ددې عملیاتو په جریان کې ددولتي لوري ۱۳ عرادې هاموي ټانګونه، یو رینجر موټر، لسګونه میله وسله اوډېر مهمات له منځه وړل شوي دي.
طالبانو ادعا کړې، بغیر له څو ښارونو چې هلته هم ددولت معاش خورو دخپل معاش دساتنې په موخه په ټاکنو کې برخه اخیستې، نورو خلکو په مطلق ډول یاده پروسه کې ګډون ندی کړی.
طالبانو ددفاع اوکورنیو چارو وزارت ته په نیوکې ویلي، ددوی خبرې بې اساسه دي، هغوی به کوم هوټل کې په شرابو او کبابو بوخت اوددې پروسۍ دکامیابېدو په هڅه کې تبلیغات کوي.
طالبانو لاهم دخپلو عملیاتو جریان ته اشاره کړې او علاوه کوي، په انتخاباتي بهیر لاهم بریدونه روان دي، وروستي معلومات به د ورځې په پای کې اعلان شي.


















