کابل ټکی کام (شنبه، ۶ تله ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبان دجوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ټولې دفاعي پوستې تر خپل واک لاندې راوستي.
طالبانو دیادې ولسوالۍ دمشهور قومندان رحمت الله، داستخباراتو مدیر عبدالاحمد او نظامي افسر سید مقدس په ګډون ۱۷ تنه عسکر وژلي او د ټپیان کړي دي.
طالبانو دیوې اعلامیې په ترڅ کې دیادې ولسوالۍ په سقوط سره د ډیری مهماتو دنیولو ادعا هم کړې ده.
دا ولسوالي داسې وخت سقوط کوي چې نن له غرمې وړاندې دتخار بهارک+خواجه غار او وړمه شپه دفاریاب قرمقل ولسوالۍ ګانې هم طالبانو تر خپل تسلط لاندې راوستې وې.
دیادونې وړ ده چې نن ټول هېواد کې دطالبانو له لوري ددولت انتخاباتي بهیر تر خونړیو جګړو لاندې وه، طالبانو تر غرمې پورې د ۳۱۴ حملو خبر ورکړی و.


















