هره ورځ ۲۱ تنه امریکایي متقاعد عسکر ځان وژنه کوي
کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ تله ، ۱۳۹۸ل)
په دې وروستیو کې دمتقاعدو امریکایي سرتېرو د ځان وژنې پیښې له حده زیاتې شوي دي چې په ۲۰۱۷ کې ۶۱۳۹ امریکايي عسکرو خودکشي کړېده.
دامریکا دمتقاعدو عسکرو وزارت وایي، داتعداد په ۲۰۰۵ کې ۵۷۸۷ و چې هره ورځ د ۲۱ تنه امریکايي عسکرو له ځان وژنې سره برابره ده.
د امریکا د متقاعدو عسکرو وزارت زیاتوي، له ۲۰۰۵ څخه بیا تر ۲۰۱۷ پوري د پخوانیو عسکرو په مینځ کي خودکشي ۶.۱ ٪ جګه سوې ده.
د امریکا په متقاعدو عسکرو خصوصا په زړو او مسنو متقاعدو امریکايي عسکرو
کې تر عادي امریکایانو د خودکشۍ کچه لوړه ده.
د امریکا د متقاعدو عسکرو وزارت وړاندې لیکي، سم نیم امریکايي عسکر یو داسي امریکايي عسکر پېژني چي خودکشي يې کړې ده.
په امریکايي متقاعدو عسکرو کي، غم او د ګناه احساس د خودکشۍ عمده سببونه دي، د افغانستان، عراق، او نورو جنګونو له امریکايي عسکرو څخه یادو عواملو د ژوند خوښي او ښادي لوټ کړې ده.
جنګ د عسکرو پر روحیاتو باندي دایمي اغېزه کوي، او هغوی د ابد لپاره د جنګونو له رواني منفي تاثیراتو سره مخامخ کوي.
په امریکايي متقاعدو عسکرو کي د خودکشۍ یو علت د جنګ اوږدوالی دی، د افغانستان جنګ ۱۸ کلن سو، د جنګ د اوږد والي بل اثر دا دی چي زیاتره امریکايي عسکر څو څو ځله افغانستان او عراق ته استول سوي دي.



