د طالبانو له بنده د خوشي شویو هندي انجینرانو انځور خپور شو

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱۶تله، ۱۳۹۸)

وړمه ورځ د طالبانو له بنده درې هندي انجینران ازاد شول چې په بدل کې یې امریکا د افغان حکومت په ناخبرۍ کې ۱۱ تنه لوړپوړي طالب چارواکي له باګرام زندان څخه ازاد کړل.

طالبانو او امریکایانو دغه تبادله په داسې وخت کې کړې چې د دواړو لوریو ترمنځ پای ته رسیدلي مذاکرات د ټرمپ لخوا دریدلي دي.

طالب او امریکایي پلاوي څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د دریدلو مذاکراتو د بیا پیل لپاره مقدماتي غونډه درلوده چې د بندیانو د تبادلې خبره هم پکې وسوه.

تازه په رسنیو کې د هغو هندي انجینرانو انځور هم خپور سوی چې طالبانو د خپلو بندیانو په بدل کې خوشي کړي دي.

دغه هنديان تیر کال په بغلان کې د برېښنا په یوه پروژه کې د کار کولو پر مهال نیول شوي وو خو هغه مهال یې طالبانو د نیولو په اړه څه نه وو ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button