خاطره
غورځنګ
د وړوکوالي دوره وه، غالباً د ښوونځي په دريم ټولګي کې مې درس وايه، په پاکستان کې مو د هجرت زنده ګي کوله، د ښوونځي نوم ۱۳۶ نمبر بيفير ښوونځی و، استادان مو ډېری افغانان وو او دوه يا درې کسان پکې پاکستاني وو.
دا وخت نو مونږ په ښوونځي کې زمونږ د خپل استاد جوړه شوې ترانه چې د اسامه بن لادن په اړه؛ زمزمه کوله، يوه کړۍ مې ورڅخه ياده ده، داسې وه چې اسامه بن لادنه يې روان د دين په زورــــ کافران وارخطا شوي پلانونه يې نسکور.
په همدې ټولګي کې مې درس وايه چې يوه ورځ داسې هم راغله چې استادانو به مونږ ته ويل چې پر افغانستان باندې امریکايان حمله کوي، او نيسي يې.
خو موږ چې د ماشومتوب په دوره کې وو نو ډېر به وېرېدلو چې دا امريکايان به لا څه بلاګانې وي او چې حمله وکړي نو څنګه به مو وژني؟؟
د ورځو له تېرېدلو وروسته يوه داسې ورځ هم راغله چې امريکايانو حمله وکړه او د افغانستان حريم يې له پاکستان څخه ويشتلو، په پاکستان کې هم د طيارو او هليکوپترو غر وپش او په افغانستان کې خو به نو خامخا د طيارو پروازونه زړه بوږنوونکي وو.
زمونږ يو استاد وو چې ږيره به چټه پټه خرېيله، نو يو وخت د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان ته تللی وو، بيا طالبانو د ږيرې د خرېيلو پر سر سزا ورکړې وه او وروسته يې نصيحت ورته کړی وو چې ږيره مه خرېيه!!
نو په ټولګي کې به چې خبره اخوا او دې خوا شوه دې استاد به د طالبانو غيبت شروع کړ، طالبان داسې او هغسې او داسې کوي او هغسې کوي.
خو لنډه دا چې زمونږ درسي ساعت به يې د طالبانو په غيبت باندې تېراوه. خو کله چې امریکايانو پر افغانستان باندې حمله وکړه نو په دې ورځ نوموړی استاد راغی او وې ويل چې که خير وي طالبان نور له افغانستان څخه ورک شول، دا يې هم وويل چې که چېرته د چا تره، پلار، ورور او نور څوک ملا او يا مولوي وي نو ورته ووايئ! چې له دې وروسته ځانته ملا ونه وايي، ځکه چې افغانستان ته داسې خلک راغلي او حمله يې پرې کړې ده چې که چېرته څوک ډز پرې کوي نو د کلاشينکوف ميل به پخپله په ډز کوونکي باندې راتاوېږي او د امریکايي پر ځای به ډز کوونکی مري او په نړۍ کې هېڅوک د هغوی په وړاندې حتی خبره هم نشي کولي، او بل دا چې ټوله نړۍ د امريکايانو په لاسونو کې ده، که چېرته دلته هم تاسو په امريکايانو پسې خبرې وکړئ! نو هغوی درباندې پوهېږي چې په مونږ پسې څوک خبرې کوي.
نو دا چې زمونږ د ماشومتوب دوره، لا ووېرېدلو او ان تر دې چې د امریکايي يرغل، د ډار له تصوره او د دغه استاد د خبرو له امله په تفرېح کې له ښوونځي څخه راوتښتېدلو او ومو ويل چې هسې نه امریکايان په مونږ پسې دلته راشي، او بيا داسې خلک چې ټوله نړۍ ورڅخه وېرېږي. نو له دې امله به هره ورځ په تفرېح کې راتښتېدلو او کور کلي کې به هم ډېر د باندې نه وتلو.
او رښتيا هم چې ټوله نړۍ له امريکايانو څخه وېرېدله، چا ته به يې غور وکړ نو سمدلاسه به يې اډې ورکړې،
د مثال په توګه د پاکستان د هغه وخت مشر پروېز مشرف ته يې وويل چې د طالبانو ملاتړی يې او که زمونږ؟؟ نو ده سمله واره ورته په خپل اسلامي ملک کې اډې ورکړې، او د دغو اډو د تېلو مصارف بيا د وېرې او ډار له امله ټول سعودي عربستان په غاړه واخيستل. دغه رنګه امریکا په ملګرو ملتونو کې ټولې اسلامي نړۍ ته سره کرښه کش کړې وه او ورته ويلي يې وو چې که له دې کرښې هاخوا شوئ! نو طالبان او القاعده يئ! او که دې خوا شوئ! نو زمونږ ملګري به يئ! چې د اسلامي نړۍ ټولو هېوادونو پر افغانستان باندې د يرغل مخالفت ونه کړ بلکې زياترو يې لا د افغانستان په نيولو کې له امریکا سره مرستې هم وکړې، لکه اډې يې ورته ورکړې، ځينو بيا د تېلو مصارف په غاړه واخيستل. او ځينو نورو نور ډول مرستې ورسره وکړې.
خو دا دی پوره اتلس کاله وروسته هر څه تغير شول، ورځو تغير وخوړ، هغه ورځې چې د امريکا په ګټه څرخېدلې، اوس دا دی د امريکا پر ضد او تاوان څرخېږي، امریکا چې ټوله نړۍ يې اقتصاد ته حيرانه وه، اوس دا دی له اقتصادي لحاظه په ګونډو ده، پوځ يې په دوو نړيوالو جګړو کې خورا شهرت موندلی وو، ټوله نړۍ ورڅخه په ډار او وېره کې وه، خو اوس دا دی، شمالي کوريا، اېران، او ان سوريه هم ورته ګوتڅنډنه کوي.
يعنې پوره اتلس کاله وروسته دا دی امریکا او ناټو د افغانستان په جګړه کې ماتې وخوړله او د سولې په اړه په عذر او زاريو سر ده، کله په قطر کې مذاکرات کوي، کله بيا په پاکستان کې له طالبانو سره په پټه توګه ګوري او بيا ورسره دخپلو پوځونو دوتلو وعدې هم کوي.
نو په پای کې وايو چې الله ج د افغانانو مظلوم غږ واورېدلو او د دوی په غريبو او مظلومو لاسونو باندې يې امريکا له ناټو سره ماته کړه.















