دابي رافع وژنه.!!

دابو رافع وژنه:
راټولونه: م “حماس انقیادي”
ابو رافع يو مالدار يهودي تاجر وو،درسول الله ﷺ سخت دښمن وو، او رسول الله ﷺ ته به يې د هرقسم تکليف رسولو هڅه کوله ،نوموړي د احزاب په غزا کې مشرکان دمسلمانانو په ضد راپارولي وو او ډيره مالي مرسته يې ورسره کړې وه ابو رافع ورځ تربلې رسول الله ﷺ ته په ضرر رسولو کې زيار ايسته خو عبدالله بن عتيک ، مسعود بن سنان،عبدالله بن اُنيس او ابو قتادة خزاعي بن اسود (رضی الله عنهم )له رسول الله ﷺ څخه دابي رافع دقتل اجازه واخيسته رسول الله ﷺ اجازه ورکړه او عبدالله بن عتيک يې ددوی امير وټاکه، او داتاکيد يې وکړ چې هيڅ ښځې اوکوچينان بايد ونه وژني.
دوى چې روان شول دشپې خيبرته ورسېدل؛ نوسمدستي دابورافع کورته ورواوښتل اودټولوکوټودروازې يې له دباندې نه وتړلې، ابورافع دخپلې ودانۍ په دوهم پوړکې و صحابه کرام دځينې له لارې بالاخانې ته وروختل اودروازه يې ورته وټکوله دنوموړي مېرمنې غږوکړچې څوک ياست؟ دوى ورته وويل: عربان يو ابورافع ته راغلي يو که لږ غله راکړي، هغې دروازه پرانسته ويل: راځئ ابورافع همدلته دى،
دوى وايي:
موږله ننوتوسره سم دروازه له دننه خوا بنده کړه اوتورې مو را وويستې دابورافع مېرمنې چې تورې وليدې چيغې يې کړې زموږيوملګري غوښتل چې پرهغې دتورې ګزاروکړي؛ خودرسول الله صلی الله عليه وسلم خبره ورياده شوه چې ميرمنې اوماشومان به نه وژنئ؛ نوپرې يې ښوده نورملګري په ډېره چټکۍ په ابورافع ورغوټه شول په دوى کې يوتن وايي: تکه توره شپه وه ابورافع پرخپله بستره پروت و اوقسم دى چې موږنوموړى يواځې دسپين والي له امله وپېژانده داسې تک سپين بدن يې و لکه مصرى څادر، عبدالله بن انيس رضي الله عنه وروړاندې شو توره يې په تيرو په خيټه کې ورننويسته اوخپل ټول زوريې پرې راوړ توره له ابورافع نه پورې وورې ووته؛ نوچيغې يې کړې: بس! بس!
دوى وايي:
بياراووتو زموږديوه ملګري (عبدالله بن عتيک) دسترګوديدکمزورى و؛ نوچې راښکته کېدو نوموړى له ځينې لاندې راپرېوت اولاس يې مات شو؛ نو ژرموپه غيږکې راواخيست اوله کلي نه بهريوکاريزته راغلو، هلته چې يهودخبرشول اورونه يې بل کړل اوهرې خواته زموږپه لټه شول؛ خو اخرناهيلي اوبيرته په ابورافع ورټول شول هغه دمرګ سلګۍ وهلې اودټولوخلکوپه وړاندې يې ساوخته
دلته موږمشوره وکړه چې څنګه به معلومات ترلاسه کړوچې دخداى دښمن مړشوى، يوملګري وويل: زه ورځم معلومات يې کوم ، ورغى اودعاموخلکوپه کتارکې دابورافع کورته ورننوت، هغه خپله کيسه داسې کوي: زه چې ورغلم ګورم نوموړى پروت دى مېرمن يې اوډېريهودان ترې راټول دي مېرمن يې ډيوه په لاس مخ ته ګوري اوهمداورته وايي: ماخودابن عتيک غږوپېژانده؛ خو ړنده شوم چې فکروکړم ابن عتيک په دې نيمه شپه دلته څه کوي؟ بياوروړاندې شوه دابورافع مخ ته يې چې ښه په ځيروکتل چيغې يې کړې: ديهودپه خداى قسم داخومړشو! دى وايي: دازماله پاره دخوښۍ ترټولوښه خبر و
دوى وايي: ملګرى موچې بيرته راغى دابورافع دمرګ خبريې راکړ؛ نوټول راروان شوو اومدينې ته له رارسېدوسره سم مورسول الله صلی الله عليه وسلم دخداى ددښمن له وژلوخبرکړ اوترمنځ مواختلاف شو يوه ويل مامړکړى بل ويل مامړکړى، رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: تاسوخپلې تورې ماته راښکاره کړئ! موږچې تورې ورښکاره کړې رسول الله صلی الله عليه وسلم هره يوه وکته اودعبدالله بن انيس رضي الله عنه په توره يې ګوته کيښوده ويل په دې توره وژل شوى ځکه چې دخوړواثرات پرې ښکاري…؛
بیا رسول الله ﷺ بن عتيک ته وويل چې پښه وغزوه هغه پښه وغزوله او رسول الله ﷺ ورباندې لاس مبارک راکش کړ، حضرت عبدالله بن عتيک (رض) وويل چې ماد اسې حس کړه چې نه زما پښه ټپي شوې ده او نه مې څه دردونه تير کړي دي
بیا رسول الله ﷺ بن عتيک ته وويل چې پښه وغزوه هغه پښه وغزوله او رسول الله ﷺ ورباندې لاس مبارک راکش کړ، حضرت عبدالله بن عتيک (رض) وويل چې ماد اسې حس کړه چې نه زما پښه ټپي شوې ده او نه مې څه دردونه تير کړي دي



