المان؛ څخه یوه بله ډله رد شوي افغان مهاجر اخراجیږي

کابل ټکى کام (شنبه، ۱۱ لړم ، ١٣٩٨ل)

د رسنیو د راپورونو له مخې، له آلمان څخه کابل ته یوه بله ډله رد شوي افغان مهاجرین اخراجیږي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چي دغه ډله به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ کابل ته را ورسېږي.

د ۲۰۱۶ م کال له ډسمبر میاشتې راهیسې په ۲۸ پروازونو کي ۷۲۰ افغانان اخراج شوي دي.

پر همدې مهال د کډوالۍ نړیواله اداره وايي، چې د روان ۲۰۱۹ کال له جنورۍ میاشتې څخه بیا د اکتوبر تر وروستۍ نېټې پورې له ایران او پاکستان څخه څلور لکه ۳ زره او ۳۳۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

خو د فقر، بېکارۍ او جګړو له کبله د هرې ورځې په تیرېدو سره له هېواده اروپایي ممالکو ته دافغان ځوانانو تګ، نه داچې کم شوی، بلکه زیات شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button