کندهار: طالبانو درې پوستې نيولي؛ د قومندان په شمول لس عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۱، شنبه)
د راپورونو له مخې، د کندهار ولايت په ميانشین ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
امنیتي سرچينې واي، دغه بریدونه تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په اردوبلاغ سيمه کې په امنیتي پوستو شوي چې په وينا يې پوستې طالبانو نيولي او شاوخوا لس عسکر وژل شوي دي.
طالب وياند قاري یوسف احمدي هم د يادو بريدونو پخلی کړی په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، د بريدونو په ترڅ کې درې پوستې طالبانو نيولي او لس تنه عسکر پکې وژل شوي دي.
د مجاهد په وينا، د بريد په پایله کې اووه ميله وسلې، دوه د شپې ليدونکي دوربينونه او په زياته اندازه مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو په وروستيو کې د هيواد په ګوټ ګوټ کې پر دولتي ځواکونو بريدونه زيات کړي چې تلفات هم ورسره زيات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څاروونکي بنسټ یا سيګار وړمه ورځ په یوه تازه راپور کې وويل، چې د تېر میلادي کال د جون له لومړۍ بیا د اګست تر ۳۱مې سږ کال په همدغه موده کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د وراوښتې مرګ ژوبلې کچه پنځه سلنه ډېره شوې ده.



