ډاکټر یوسف اکبري
ديابتیز يا په عامه اصطلاح د شکرې خطرناکه ناروغي دوه ډوله ده.
لومړی ډول یې وراثي يا جينيټکي ده چې مخنيوی يې نه شي کيدای.
د دويم ډول مخنيوی یې امکان لري.
په شکر د اخته کېدو د مخنيوي په موخه سړی بايد يوازې يو څو آسانه او ساده اصول په پام کې ونيسي.
آیا ستاسې وزن زيات دی؟
که هو نو دا په شکر د اخته کېدو خطر زياتوي.
که چیرې تاسې د هغو کسانو په جمله کې راځئ چې د ورځې ډېره برخه مو د چپسو خلته په لاس کې وي او خواږه مشروبات لکه کوکاکولا او نور څښئ نو دا ستاسې له پاره په شکر د اخته کېدو د خطر زنګ دی.
دې ته بيا د ديابتیز ميليتز يا د شکرې دويم ډول وايي.
په دې هر څوک اخته کېدای شي، خو هر څوک یې مخنيوی هم کولای شي.
ورزش او سپورت بايد وکړئ
تاسې بايد حرکت وکړئ.
هره ورځ د نيم ساعته تر يو ساعته پورې حرکت بسنه کوي. تاسې کولای شئ خپله ورځ داسې پلان کړئ چې سپورت او ورزش ته پکښې ځای ورکړئ.
کار ځای ته مو د موټر پر ځای پلي او يا پر بايسکل ولاړ شئ.
حرکت نه يوازې د وزن په کمولو کې مرسته کوي بلکې پر اعصابو هم ښه اغېز لري
همدا راز پر زينو ختل هم ډېره گټه کوي.
حرکت او سپورت نه يوازې د انسان بدن روغ ساتي، بلکې پر اعصابو او روحيه يې هم ډېر مثبت اغېز کوي.
مناسب خواړه بايد وخورئ!
له چپسو، چاکليتو، کيکونو او نورو داسې غوړو او خوږو شيانو نه بايد لاس واخلئ.
دا اضافي کالوري نيغ په نيغه د وزن د زياتوالي سبب کيږي او د خېټې په چربي بدليږي او همدا بيا د ديابيت يا شکري سبب کيږي.
همدا راز بايد د پسه له غوړې غوښې او همدا راز د هغه خوړو سره احتياط وکړئ چې ډېر غوړ ولري.
د چاکليتو او له بورې او غوړو سره د پخو شويو شيرينيو پر ځای بايد يوه مڼه يا ناک وخورئ. ډاکتران د گازرو او موليو توصیه هم کوي چې په مرسته یې سړی وختي لوږه آرامولای شي.
دا ټول د عادت خبره ده. يو وار چې له دې شيانو سره عادت وکړئ، بيا به يې ډېر په مزه او خوند خورئ.
ماشومان بايد وخت له سره له صحي خوړو سره عادت شي
له خوږو مشروباتو لاس واخلئ!
کوکاکولا او داسې نور گاز داره او بې گازه خواږه شربتونه ډېره زياته بوره لري. دغه بوره او اضافي انرژي په بدن کې سملاسي په وازگه بدليږي. له بله پلوه بيا دا مشروبات هيڅ داسې مواد نه لري چې بدن ته گټور وي، بلکې برعکس:
په شربتونو کې پرته بوره نه يوازې زموږ اندام، بلکې غاښونه هم خرابوي.
له همدې امله بايد دغه مشروبات ډېر کم وڅښل شي يا ترې بيخي لاس واخيستل شي.
همدا راز الکولي مشروبات هم ډېره بوره لري او بايد هيڅ ونه څښل شي.
له قهوې يا کافي څخه خوند اخيستلای شئ!
د چای او قهوې يا کافي شوقيان به په دې مشوره ډېر خوښ شي. ځکه دغه شيان سړی بې له کوم خطره څښلای شي.
ساينس پوهانو موندلې ده چې په کافي کې داسې بېلا بېل ډول طبيعي مواد شته چې په بدن کې د بورې پر جذبېدو اغېز لري. کله چې تاسې ډېره قهوه څښئ نو له دې لارې تاسې په يو ډول د شکرې ناروغۍ مخه نيسئ.
له همدې امله کارپوهان توصيه کوي چې سړی بايد هره ورځ شپږ پيالې کافي وڅښي.
قهوه يا کافي هم د شکر په مخنيوي کې مرسته کوي
ځان ته بايد دمه ورکړئ!
د کار په ساعتونو کې د غرمې ډوډۍ د دمې پر وخت د يو څو دقيقو چکر نه يوازې ستاسې پر اعصابو او روحيه ښه تاثير کوي، بلکې ستاسې بدن ته هم گټه رسوي.
په دې توگه تاسې کولای شئ! ذهني فشار کم کړئ او په شکرې د اخته کېدو خطر هم يو څه راکم کړئ!.
هر ډول حرکت د اضافي کالوريو د سوځېدو سبب کيږي او د چاغښت مخه نيسي.
ښه خوب تر ټولو ښه درمل دي او تاسې هغه وخت ښه بيدېدای شئ چې په منظم ډول سپورت وکړئ. په خوب کې د انسان بدن تازه کيږي او اضافي کالوري سوځوي معنا دا چې د انسان وزن کميږي.
آرام او استراحت نه يوازې د شکرې مخه نيسي، بلکې د نورو ډېرو ناروغيو مخنیوی هم کوي.
















