ننګرهار: حکومتي لوري یو ځل بیا په اچین کې د داعشي ملېشو ۱۵ جنګیالیو ته پناه ورکړې

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۲۳ لړم ، ١٣٩٨ل)
له هغه وروسته چې دطالبانو جنګي قطعاتو په ننګرهار او کونړ کې د داعش خلاف پرېکنده عملیات پیل کړل، حکومتي ځواکونو دتسلیمۍ تر نام لاندې سلګونه داعشي جنګیانو ته پناه ورکړه.
نن یوځل بیا د ننګرهار حکومتي چارواکو ادعا کړې چې د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ کې د داعشي ملېشو ۱۵ غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو؛ دوی ته تسليم شوي دي.
د دوی په خبره، ياد داعشي جګړه ماران نن سهار په سيمه کې ولسي پاڅونوالو ته تسليم شوي دي.
طالبانو تېره ورځ ویسا ورځپاڼې ته ویلي وو چې حکومتي ځواکونه مشرقي ولایتو کې په مکرر ډول داعشي جنګیالي اکمالوي، د دوی له محاصرې څخه یې ژغوري او پناه ورکوي.
د ننګرهار ولایت چارواکو ادعا کړې چې تېره یوه اونۍ کې ورته دښځو او ماشومانو په ګډون تر ۳۰۰ ډېر داعشي جنګیالي تسلیم شوي، دوی وایي، داجنګیالي د دوی پر وړاندې د پیل شویو عملیاتو له وېرې له جګړو لاس په سر شوي دي.
د ننګرهار ولایت ځایي اوسېدونکي بیا وایي، دې ولایت کې د داعش پر وړاندې تر ۶ میاشتو راهیسې د طالبانو منظم قطعاتو سختې جګړې کړي، ډیری سیمې یې ترې نیولي او د نورو تصفیې لپاره لاهم پلانونه لري، دوی دحکومتي ځواکونو دعملیاتو ادعا کاملاً دروغ او بې اساسه ګڼي.



