غزني ولایت کې طالبانو مهمې حکومتي پوستې نيولي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۸)

تېره شپه او نن سهار غزني ولايت طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ نښتې شوي دي چې په ترڅ کې يې اووه قرارګاوې او پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلي دي، او د يو قومندان په ګډون پنځو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو د بريدونو مسئولیت منلی، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره شپه يې د غزني ولايت قره باغ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په پوستو او قرارګاوو بریدونه کړي دي چې په نتيجه کې یې ۷ پوستې نيولي دي او عسکر له سيمې څخه تښتېدلي دي.

له غزني ولايت څخه په يوبل راپور کې ويل شوي، چې د دغه ولايت مرکز اړوند ‘شيخ اجل’ سيمه کې د طالبانو په یو برید کې د ‘محب الله اتل’ په نامه د اربکيانو يو قومندان له څلورو ساتونکو سره يو ځای وژل شوی.

په دې وروستيو کې په امنيتي ځواکونو او دولتي تاسیساتو د طالبانو بريدونو کې زياتوالی راغلی دی، چې له امله يې دولتي عسکرو ته ډېر تلفات اوښتي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button