کندز: طالبانو د ملي اردو يوه قرارګاه نيولې، څوارلس عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۹، چهارشنبه)
د کندز ولايت به امام صاحب ولسوالۍ کې طالبانو د ملي اردو پر يوې پوځي قرارګاه برید کړی چې تر شلو زياتو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه برید تيره شپه د یادې ولسوالۍ مربوط کول ارباب خليل سيمه کې د ملي اردو پر قرارګاه ترسره شوی دی.
شمشاد نیوز د یوې باوري سرچینې له قوله لیکلي، چې په برید کې دولس سرتيري وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
دغه راز يوې بلې سرچينې کابل ټکی کام ته د ديارلس عسکرو د وژل کيدو او پنځو نورو د ټپي کيدو خبر ورکړ.
طالبانو د بريد مسؤوليت منلی ویاند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه لیکي، د برید په ترڅ کې د قومندان الطاف په ګډون څوارلس عسکر وژل شوي، نهه ټپيان دي او یاده قرارګاه هم په بشپړه توګه طالبانو نیولې ده.
د ښاغلي مجاهد په وينا، د برید په پایله کې د درې امریکايي ثقيلانو په شمول اته ميله وسلې، يوه لويه مخابره او په زاته اندازه نظامي توکي طالبانو ته په لاس ورغلي دي.
د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي، چې سیمې ته د ملي اردو عسکرو د خلاصون په موخه امریکايي الوتکو پر عسکرو بمبار کړی چې ګڼ شمير عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.



