
او ترې راوتښتیدم
انحنیر عمیر ویاړ
عوف بن مالک الأشجعى رضی الله عنه لاړ رسول الله صلى الله عليه وسلم ته او ورته يې وويل چې : يا رسول الله يوازينۍ زوى مې مالک رضي الله عنه چې له تاسره لاړ غزا ته د الله لپاره لکن بېرته را ستون شوی نه دی په داسې حال که چې ټول مجاهدين له تاسره بيرته راستانه شول، نو څه وکړو يارسول الله ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته و فرمائل، اى عوفه ته او مېرمن دې دواړه دا ذکر وکړئ: لاحول ولاقوۀ الا بالله العظيم. بل څه مه کوئ.
عوف رضی الله عنه کورته خپل هغې مېرمنې ته ستون شو چې خپل يواځينى زوی ترې تللی او بېرته نه دی راغلی، نو د مالک مور پوښتنه وکړه چې د الله رسول صلی الله علیه وسلم درته څه وفاميل ای عوفه؟ عوف رضي الله عنه وويل: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته هدايت وکړ ترڅو زه او ته دا قول چه (لاحول ولاقوۀ الا بالله العظيم) ذکر وکړو بله د حل لار نشته.
څه وويل دې مومنې او صابرې مور؟
وويل چې رښتيا يې ويلي رسول الله صلی الله علیه وسلم. دواړه کښېناستل او همدا ذکر يې وکړ تر څو چه شپه شوه، د سهار لمانځه مخکې د کور دروازه ووهل شوه چې ګوري انس رضی الله عنه په دروازه کې ولاړ دی او تر شايې غټه رمه د پسونو هم ورسره ده نو پلار يې پوښتنه ترې وکړه چې دا څه دي؟
هغه وويل چه مشرکينو ژوندی ونيولم او بندي يې کړم لاس او پښې يې په ځنځیر را وتړل کله چه شپه شوه لږ مې چې زور کړ د دې لپاره چې کوښښ وکړم و تښتم نو مې وموندل چې لاسونه مې ترې خلاصيږي نو مې ځان ترې خلاص کړ او را وتښتېدم او دا پسونه مې هم تاسوته په غنیمت کې ترې راوړه.
عوف رضی الله عنه پوښتنه ترې وکړه چې دا دومره اوږده لار دې څنګه ووهله چې تنها راشې ځکه چه مصافه زمونږ او د مشرکينو ډېره زياته ده نو څنګه دې په يوه شپه کې خلاصه کړه دا مصافه؟
زوى يې مالک رضی الله عنه و فرمایل چې قسم مې دې په الله وي کله چې له ځنځيرونو را ووتم په لار کې مې داسې فکر وکړ چې ګواکې ملائکې مې پخپل وزرونو کې اخلي او مخ په کور مې وړي.
سبحان الله، لاحول ولا قوة الا بالله العظیم. نو عوف رض روان شو ترڅو رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر کړي چې انس رض راغی او له جريانه يې خبر کړي، کله چې ور ورسېده مخکې له دې چه عوف رضي الله عنه خوله خلاصه کړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ور ته وویل راشه اي عوفه! زېری مې درباندې چې ستا په حق کې الله عزوجل آيتونه نازل کړي او دا ايتونه يې تلاوت کړل:( وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا *وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا)
ترجمه ; هر هغه څوک چه له الله و ډار شي د هغه لپاره به الله مخرج د خروج د وتلو لار برابره کړي، او له داسې لارو به رزق ورکړي چې تصور به يې هم نه وي کړی، چاچې توکل(تکيه، ملاتړل) پخپل رب وکړه هغه رب ورته بلکل کفایت کوي ځکه يوازې الله په خپل امر قادر دی او د هرڅه لپاره يې اندازه ټاکلې.
رښتیا يې ويلي الله عزوجل.
په دې پوه شه چه( لاحول ولاقوۀ الا بالله) کنز (ذخيره) ده د رحمن د عرش لاندې نه، او دا شفاﺀ ده د 99 مرضونو لپاره چې لوي مرض پريشاني ده تشویش دی نو دا ذکر کوۍ انجازات او نادرې به وګورۍ.



