نتنياهو: ایران په يهودي دولت د برید په پلان کارکوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
اسراييلي وزير اعظم “بنیامین نتنیاهو” په خپلو تازه څرګندونو کې ادعاکړې، چې ایران په اسرايیلو د برید په پلان کارکوي.
د نتنياهو په خبره، که چيرته ایران د يهودي دولت په وړاندې د کوم پوځي ګام د پورته کولو هڅه وکړي، نو موږ به یې د مخنیوي لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخلو.
نوموړي د ایران په وړاندې دغه څرګندونې د امريکا ددفاع وزارت له یوه مهم پوځي چارواکي “مارک میلي” سره تر لېدلو وروسته کړي دي.
ایران د اسرائیلي لومړي وزیر دوروستيو څرګندونو په اړه تر دې دمه کوم غبرګون نه دی ښوولی.
ديادونې وړ ده چې په سوريه کې تيره اونۍ دوه ځله داسراييلو جنګي الوتکو دايران پوځي اهداف په نښه کړي وو.



