مايک پمپيو: ټرمپ غواړي تر راتلونکي ۲۰۲۰م کال پورې جګړه ختمه او عسکر اوباسي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۴، دوشنبه)

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپو وايي، چې ټرمپ غواړي د راتلونکي ۲۰۲۰م کال پورې د مذاکراتو له لارې جګړه ختمه او امریکايي ځواکونه له افغانستانه اوباسي.

د مايک پمپيو په وينا، ټرمپ ورته سپارښتنه کړې څو په افغانستان کې  د امریکايي عسکرو شمير کم او هغه هیواد کې جګړه پای ته ورسوي.

نوموړي ويلي، ټرمپ له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې هڅه کوي څو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کيدو اړتيا ختمه او عسکر خپلو کورونو ته ستانه شي.

طالبانو او امريکا لس مياشتې پرلپسې مذاکرات وکړل چې د موافقې له نهايي کيدو سره د ټرمپ له لوري په دې بهانه لغوه اعلان شول چې ګنې په کابل کې د طالبانو په برید کې بهرنيانو ته مرګ ژوبله واوښته.

خو یوه وروځ وروسته له هغې چې طالبانو په لوګر ولايت کې د امریکايي پوځ اړوند یوه شينوک ډوله چورلکه نسکوره چې دوه امریکايي پوځيان پکې ووژل شول، ټرمپ يو ځل بيا طالبانو سره د سولې تړون د بيا پيلولو خبر ورکړ.

باخبره سرچينې وايي، د امريکا خاص استازی د قطر مرکز دوحې ته رسيدلی او هلته يې طالبانو سره د سولې تړون په هکله غير رسمي خبرې روانې کړي دي.

تر اوسه طالبانو او امريکا بيا ځلې د سولې مذاکراتو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

امريکايي اولسمشر په داسې حال کې له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ايستلو خبر ورکوي چې تيره ورځ د چيک جمهوريت د دفاع وزير لبوميرمينتار وويل، چې ۲۰۲۰م کال کې به پوځيان خپل هيواد ته ستانه کړي.

دا مهال  د امریکا د نږدې لس زره پوځيانو تر څنګ شاوخوا څوارلس زره د ناټو پوځيان هم افغانستان کې طالبانو سره د جګړې پر ماموريت بوخت دي چې طالبانو سره د امريکا مذاکراتو تر کاميابيدو وروسته به دغه ټول پوځيان له افغانستانه ووځي چې چک جمهوريت په ګډون ځينو ناټو هيوادونو يې له له وړاندې د پوځيانو ايستلو ته چمتووالی نيولی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button