د بګرام پر هوايي ډګر توغنديز برید شوی
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۴، دوشنبه)
د افغانستان په پروان ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو ستر پوځي مرکز او هوايي ډګر توغنديز بريد شوی دی.
دغه برید پر یاد هوايي ډګر تيره شپه ترسره شوی چې د طالبانو په وينا بهرنيو ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو د بريد مسؤوليت منلی ویاند يې ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه د ليندۍ په ۴ نيټه په خپله رسمي ټويټرپاڼه لکلي: “تیره شپه د بګرام په هوایي اډه چې په هیواد کې د امریکایي اشغالګرو تر ټولو لوی مرکز دی، توغندیز برید وشو. اشغالګرو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي”.
د پروان ولسوالۍ دولتي سرچينې توغنديز برید تاييدوي خو بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو تر ټولو ستره پوځي اډه ده چې وخت ناوخت د طالبانو له خوا د توغنديزو بريدونو لاندې راځي او عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د پاليسۍ له مخې نه اعلانوي.



