کندهار: د شاولیکوټ ولوسوالۍ کې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
تيره شپه د کندهار ولايت د شاولیکوټ ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي عسکرو په پوستو بریدونه کړي چې ګڼ شمير عسکرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ له لوري په يوه خبر پاڼه کې ویل شوي چې د شاولیکوټ ولسوالۍ د “باغ ده سرې سیمه ته څيرمه د طالبانو له لوري د امنیتي ځواکونو په يوه بوسته د برید په وخت دوه پولیس او یو د ملي اردو عسکر وژل شوي او اته تنه نور سرتيري ټپیان شوي دي.
طالبانو بيا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د باغ ده سرې په سیمه کـې یې بيګاد شپې ناوخته ددولتي ځواکونو په يو مرکز د برید په وخت ۱۴ تنه عسکر وژلي دي.



