خليلزاد به دا ځل له څومره واک سره سولې ته راوړاندې شوی وي؟؟

غورځنګ
تېر ځل چې کله هم سوله پيل کېده نو خلکو داسې فکر کاوه چې خليلزاد به د افغانانو لپاره په سوله کې ډېر مهم رول ولوبوي، خو د خلکو او خصوصاً افغانانو د هيلو خلاف اعمال پيل کړل او هڅه يې وکړه چې طالبان يا پرديو ته منسوب وښي او يا يې هم مبارزه د خلکو په ذهن کې د پرديو د ګټو لپاره ورمعرفي کړي.
په هر صورت د خليلزاد دغه ډول هڅې پوره او بشپړې له ناکامۍ سره مخ شوې. خليلزاد په وروستيو کې نه يوازې دا چې د پورتنيو اعمالو څخه لاس پر سر شو بلکې په تلوېزيوني مرکو کې يې دا هم وويل چې (مونږ چې مخکې مو په طالبانو باندې د پرديو خلکو لپاره د جنګېدونکو ګومان کولو، خو داسې هر ګز نه ده بلکې طالبان په اوسني وخت کې یوازېني خلک دي چې د افغانستان هر ډول ګټو ته پوره ژمن دي او طالبان چې هره خبره کوي نو د افغانستان ګټې پکې نغښتې وي، يعنې هره خبره يې د افغانانو په ګټه ده).
خو له بده مرغه بايد ووايو چې ټرمپ سوله لغوه کړه او پر ځای يې د جګړې اپشن غوره وباله. او د خليلزاد هڅې په سيند لاهو کړې، د ټرمپ له دا ډول سولې ضد هڅو سره که څه هم د خلکو په ذهن کې د امریکا جګړه ييز تصوير نور هم د وحشت لور ته بوتلل شو خو بل لورته بيا دغه سیاسي ميدان هم طالبانو وګاټه.
نو د خلکو په ذهن کې دا خبره راڅرخېده چې د خليلزاد هڅې ولې په سيند لاهو شوې؟؟
ايا خليلزاد ته امريکايانو د سولې بشپړ واک ورکړی ؤ؟
ايا خليلزاد به بل ځل بيا د امريکا په نمائنده ګۍ سولې ته راوړاندې شي؟
خو اوس چې طالبانو د سولې تر متوقف کېدو وروسته د امريکايانو وژلو ته کش ورکړی نو امريکا هم د سولې دويم ځلي پيل ته مجبوره شوه.
خو دا ځل بيا هم امريکا خليلزاد راوړاندې کړ او ټرمپ تېره ورځ اعلان وکړ چې ګواکې د سولې موافقې ته نږدې شوي دي.
په هر صورت اوس د خلکو ذهن ته دا پوښتنه راولاړېږي چې خليلزاد به دا ځل له څومره واک سره راغلی وي؟
که امریکا دا ځل سوله لغوه کړي نو خليلزاد به څه وکړي؟ يعنې د امريکا د تېر ډول اقدام پر وړاندې به خليلزاد څه وکړي؟
امريکا دا ځل سوله کوي خو خلک پرې تر اوسه هم پوره باوري نه دي چې سوله به وکړي که نا؟
بل لور ته طالبانو هم دامريکايانو د سولې د اقدام پر وړاندې سولې ته پوره چمتووالی ښودلی. نو کېدای شي چې سوله تر سره شي او بيا هم له هماغه ځايه پيل شي په کوم ځای چې لغوه شوې وه.



