کابل ټکى کام (سه شنبه، ۵ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر توني وېن وایي، په افغانستان کې د سولې یوه موثره پروسه هم ممکنه او هم مطلوبه ده، مګر دا پروسه باید تدریجي وي څو د سولې پروسه هم اعتماد سازي وکړي، هم تشدد راکم کړي او هم افغانانو ته د دې فرصت ورکړي چي خپل سیاسي برخلیک په خپله وټاکي.
ښاغلی وېن زیاتوي خلیلزاد هڅه کوي چي یو کرت بیا د سولې پروسه راژوندۍ کړي، او پدې برخه کې د بندیانو تبادله یو ښه ګام وو. دغه راز، خلیلزاد پدې حصه کې زموږ د ډیرو بین المللي ملګرو سره ملاقاتونه هم کړيدي.
وین وایي، د سولې پروسه په ۲۰۱۰ کي پیل سوه، او په ۲۰۱۳ کي طالبانو په قطر کي خپل سیاسي دفتر پرانیست؛ خو کله چې طالبانو د خپل دفتر د پرانیستلو پر مهال خپل بېرغ او رسمي نوم اعلان کړ، حامد کرزی یې په قهر کړ، او د سولې پروسه په ټپه ودرېدله.
اما د سولې پروسه هله بېرته پیل سوه چي جمهورریس ټرمپ پدې برخه کي جدي اقدامات وکړل، او خلیلزاد يې د دې مهم کار لپاره وګوماره، او دا پروسه یې چټکه کړه.
وېن ادامه ورکوي او لیکي، امریکا باید د اعتماد سازي لپاره تدریجي اقدامات وکړي، او د تشدد د راکمولو لپاره ګامونه واخلي، د تشدد او خشونت د راکمولو لپاره باید موقتي او محلي اوربندونه عملي سي.
دغه راز، غیر رسمي بین الافغاني مجلسونه باید زیات سي، څو افغانان پر یو بل باندې اعتماد پیدا کړي، او له سیاسي لحاظه سره نژدې سي.
دا په داسې حال کې ده چې طالب اوامریکایي سرچینو دبیاځل غیر رسمي مذاکراتو پخلی کړی دی، تمه ده روانه او یا راتلونکې اوونۍ دواړه خواوې د رسمي مذاکراتو پیل اعلان کړي.


















