ننګرهاریان: د مور بم تر استعمال وروسته مو ځمکې شاړې او ناروغۍ ډېرې شوي

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۰ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د ننګرهار ولایت ځایي اوسېدونکي په اچین کې د امریکا مور بم تر کارولو دوه نیم کاله وروسته وایي، په سیمه کې ناروغۍ ډېرې شوې او زراعتي ځمکې شاړې شوې دي.

د طلوع نیوز په یوه راپور کې راغلي چې د اچین ولسوالۍ د مومندرې سیمې اوسېدونکي د هغه بم له پایلو ځورېږي چې دوه نیم کاله وړاندې امریکايي ځواکونو ددوی په سیمه کې کارولی دی.

امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۷کال په اپرېل کې خپل تر ټولو خطرناک، غیر اتومي بم (MOAB) د ننګرهار په اچین کې استعمال کړ.

دوی وویل چې د داعش مرکز یې په نښه کړی دی خو اوس د سیمې اوسېدونکي وایي چې غورځول شوي بم پراخ مالي زیانونه ورته اړولي دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي د بم تر کارېدنې وروسته له ډول ډول ناروغیو په تېره له تنفسي او جلدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

یو بل اوسېدونکي عزیزالله وویل، یوشمېر نوي تولد شوي ماشومان معیوب او په رنګا رنګ جلدي بیماریو اخته دي چې خلک یې سخت اندیښمن کړي دي.

د نظامی چارو پوهان او طبي متخصیصین هم وايي چې دغه ډول بمونه د سیمې د خلکو پر روغتیا اوږدمهاله منفي تاثیرات لرلی شي.

مربوطه مطالب

Back to top button